TG Telegram Group Link
Channel: ❤⃟🌿قُل‌هُوَاللّهُ‌اَحَدِ❤⃟🌿
Back to Bottom
رویټرز: په مصر کې د غزه په ملاتړ د بایکات کمپینونو له امله، د مک دونالد پلور 70 سلنه کم شوي دي.
🌻 @islam_iqra
سوئدی H&M شرکتونه او امریکایی استاربکس په پام کې لري چې د راتلونکي سپتامبر په منځ کې د لږ فروشاتو له امله په مراکش هیواد کې خپلې څانګې وتړي.

دغه دواړه نړیوال شرکتونو د اسرائیل د ملاتړ لپاره په ټوله نړۍ کې د بایکاټ کمپاینونو سره مخ شوي دي چې په ټولنیز رسنیو او ویب پاڼو کې په پراخه کچه نشر شوي دي.

د  اچ اند ام (H & M) شرکت یو سوئدی او څو مليتی د جامو پلورونکې شرکت دي، چې د نارینه، ښځي، ځوانان او ماشومانو د جامو په بازارونو کې د فست-فیشن محصولاتو د خرڅولو لپاره پیژندل کیږي.

🌻 @islam_iqra
راسخ
په ۲۰۱۱ کال کې د وفاء الاحرار د تړون له مخې چې د بندیانو د تبادلې تر ټولو لوی عملیات بلل کیږي، صهیونیسټي رژیم د مصر د استخباراتو له مشر عمرو سلیمان څخه وغوښتل چې شخصاً اطمینان حاصل کړي چې(جلعاد شالیط اسراییلي ترهګر چې هغه مهال د حماس لخوا نیول شوی و)ژوندي دي.

عمرو سلیمان د مقاومت له مشرانو سره تماس ونیول او هغوی ته د اسرائیل شرط بیان کړ.
مقاومت دغه شرط ومنل خو د رفح په مرز کې د عمرو سليمان ټول وسایل ورڅخه واخستل او بيا یې په موټر کې سپور کړ.

خو مقاومت هيڅکله عمرو سلیمان غزه ته نه دی وړلي، بلکي په 24 موټرو کي يې يو په بل پسې سپاره کړل او بيا يې له 25 موتر سره عمرو سلیمان د مصر پولې ته راوستل.

سمدستي عمرو سليمان اسرائيل سره تماس ونیوله او ويې ويل چې ستاسو اسیر ژوندي دي.
اسرائیل چې د عمرو سلیمان حرکت د هوايي ځواک په واسطه څارلي و، پوښتنه وکړه چې څنګه پوه شوي چې هغه ژوندي دي په داسي حال کې چې غزه ته دننه شوي نه یې، او په دوامداره توګه له یوه موټر څخه بل ته لیږدول کیدلي.
عمرو سليمان وويل: ستاسو اسیر(جلعاد شالیط) په اووم موټر کې وؤ!

ټول حیران شو.

د دې تبادلې په پایله کې 1027 فلسطینیان خوشې شول چې یو یې یحیی سنوار وؤ.
په غزه کې د حماس هوش او ذکاوت ته پام وکړئ او پوه شئ چې د طوفان الاقصی او اوسني جهاد تر شا داسي فدرتمند او قوي تفکر شتون لري.
🌻 @islam_iqra
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د مجاهد خوشحالی د ماشوم په څیړ
دا هغه څه ده چې زړه ته سکون ورکوي.
الله اکبر
🌻 @islam_iqra
د روم امپراتوری پر ضد د اسلامي فتوحاتو پر مهال د محمد بن مسلمه رضي‌الله‌عنه په مشري د اسلام لښکر د رومیانو له یوي سختي او نه ماتیدونکی کلا سره مخامخ شو، مسلمانان دغه کلا محاصره کړل، خو کلا ته د ننوتلو امکان نه وؤ.

کله به چې مسلمانان د دې کلا دېوالونو ته ورتلل، د روميانو له خوا پر مسلمانان غشې وهل کېدي، د دې کلا محاصره ډېره اوږده شو او د مسلمانانو بريدونه ورباندي هېڅ اغېز ونه کړ.

یوه شپه یو مجهول مجاهد فکر وکړ چې که د کلا تر دروازې پورې یو تونل جوړ شي نو ممکن د کلا بلې غاړې ته هم ورسېږي، د دغه تونل په کیندلو پیل وکړ، د څو شپو له کار او هلو ځلو وروسته هغه وتوانید چې کلا ته دننه شي او دروازه خلاصه کړي.


مسلمانان پر کلا برید وکړ، کله چې دروازه خلاصه شو، ټول مجاهدین کلا ته دننه شو او له لږ وخت وروسته کلا فتحه شوه، کله چې محمد بن مسلمه رضي‌الله‌عنه د دی پېښي خبر واورېد، خپل لښکر ټول کړ او اعلان یې وکړ، څوک چې تونل جوړ کړي او د کلا دروازه یې خلاص کړي، ځان معرفی کړي چې انعام ورته ورکړم، خو هیڅوک هم مخ ته نه شو، بله ورځ محمد بن مسلمه رضی‌الله‌عنه بیا همدا غوښتنه وکړه، خو بیا هم هیڅوک مخته نه شو او دغه کار درې ورځې دوام وکړ.

په درېیمه ورځ محمد بن مسلمه رضی‌الله‌عنه خپل لښکر ته قسم ورکړ او ویې ویل: د الله په ذات تاسو ته قسم ورکوم، څوک چې دا تونل جوړ کړي هغه به زما سره ملاقات ته راشي، که شپه وي یا ورځ.

د شپي یو سړی د محمد بن مسلمه رضی‌الله‌عنه خیمي ته ننوت چې مخ یې د نقاب سره پت شوي وؤ، کله چې محمد بن مسلمه رضی‌الله‌عنه هغه ولید، پوښتنه یې وکړه: آیا ته د صاحب النقب(هغه کس چې تونل جور کړي وؤ) یې؟

نقاب پوش سړي وویل: صاحب النقب نه غواړي چي د لښکر امیر په خپل قسم شرمنده شي، خو شرطونه لري چې تاسو باید ومنئ.

محمد بن مسلمه رضي‌الله‌عنه وویل: شرطونه یې څه دي؟

نقاب پوش سړي وویل: د هغه نوم او نشان باید ونه پوښتل شي، مخ یې ونه لیدل شي او د هغه لپاره هیڅ ډول انعام په پام کې ونه نیول شي.

محمد بن مسلمه رضي‌الله‌عنه د هغه شرطونه ومنل، نو نقاب پوش سړي وویل: زه صاحب النقب یم، بیا له خیمې ووتل او د شپي په تیاره کې ورک شو.

محمد بن مسلمه رضي‌الله‌عنه د دی مجاهد له اخلاص څخه ډېر متاثر شو او تل به يې په دعاګانو کې ويل: اللهم احشرنی مع صاحب النقب
یا الله، ما د صاحب النقب سره حشر کړه.


📚مختصر تاریخ دمشق
https://hottg.com/islam_iqra
پر غزه د کفري نړۍ له برید څخه ۷۰ ورځې وروسته:

• یو مجاهد هم نه دی اسیر شوي.
• کفار خپل یو اسیر هم نه دی خوشې کړی.
• یو استراتیژیک تونل کشف شوي نه دي.
• د ځمکې نیم لویشت برخه نه دی کنټرول کړي چې په آرامۍ سره پکې مستقر شي.
• حتی یو ویډیو هم نه ده خپره کړي ترڅو ثابته کړي چې دوی د اصلي جنګیالیو په توګه مخ په مخ جنګیږي؛ هغه څه چې دوی نشر کړي د ماشومانو او بې ګناه خلکو د وژلو او د کورونو د ورانولو انځورونه دي.

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ) - محمد 7 -

اې مؤمنانو! که تاسو د الله سره مرسته وکړئ، هغه به ستاسو سره مرسته وکړي او ستاسو ګامونه به ثابت(ټینګ) کړي.

صلاح الدین احمد
🌻 @islam_iqra
••🌿

"یوه ورځ یو سړي له خپلې امیدوارې مېرمنې څخه وغوښتل چې له کتابتون څخه یو کتاب راوړي، ناڅاپه د ولادت درد د هغه په وجود کې پیدا شو، او د هغې زوی د کتابونو په منځ کې وزېږېد، خلک د هغه زوی ته (ابن الکتب) نوم ورکړ.

ابن الکتب لوی شو او یو له مشهورو مسلمان علماءو څخه شو چې آثار او تألیفات یې 600 کتابونو ته ورسید، هغه {جلال‌الدین سیوطی} د جلالین تفسیر صاحب دي.

عُلو الهمة
🌻 @islam_iqra
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
وصلتم متأخرين.. 
הגעתם מאוחר
You arrived late
تاسو ناوخته وکړ!
_♡
‏"رَبِّ لَاتَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنتَ خَيْرُ ٱلْوَٰرِثِينَ " ♥️
_♡

🌻 @islam_iqra
••
دا سړی چې تاسو په انځور کې ګورئ د فلسطین څخه دي او د نړۍ ترټولو لوی امنیتي قضیه لري، چې په ترټولو اوږد بند محکوم دي. هغه په ​​کویټ کې زیږیدلي او په 5200 کاله بند محکوم شوي دي.

نوموړي په جنوبي کوریا کې د الکترونیکي انجینیرۍ زده کړې وکړ، کره‌ای ژبه په بشپړه توګه زده کړ، 5 نورې ژبې یې هم زده کړ، جودو او کاراته یې هم زده کړ، وروسته ډېر پیسي راټول کړ او د مخابرات، تلفن او انټرنیټي شبکو د هک کولو مهارت یې پیدا کړ.

هغه د الکترونیک په ټولو برخو کې مسلکي شو او د بیلابیل چاودیدونکو بمونو په جوړولو کې مهارت ترلاسه کړ. هغه دا ټول مهارتونه د فلسطین د آزادۍ په خاطر ترسره کړل.

دغه راز د صهیونیسټانو پرضد د دریو کلونو لپاره عملیاتونه پلان او ترسره کړل، چې په نتیجه کې یې 67 صهیونیسټان ووژل شول او 500 کسان ژوبل شو.

هغه ونيول شو او خپل د حبس موده د صهيونېسټ رژيم په زندانونو کې تیروي، په زندان کې د غزه د يوي سيمه ييزې راډيو سره له تماس وروسته په انفرادي کې واچول شو چې دغه کار د شاباک ځواکونو د قهر او اندېښنې سبب شو.

شاباک پلټنه او څیړنه پیل کړ ترڅو معلومه کړي چې هغه څنګه د زندان دننه له بهر سره اړیکه نیولې وه؟!

هغه همچنان یو أدیب او لیکوال دي او کتابونه هم لیکلي دي.

دغه بی ساري اسلامي شخصیت، د اُمَت نابغه "عبدالله برغوثي" دي.

ژباړه || اقرأ
🌻 @islam_iqra
••
که غم او خفګان پر تا غالب شو، په یاد راوره چې ته مسلمان یې، داسي نعمت چې د ځمکې ډېر خلک ترې محروم شوي دي، بی‌غیر د هغه کسان چې د اسلام له نامه پرته بل څه نه دي اخیستي.

ستاسو اسلام ستاسو پناهگاه دي، تر ټولو ستر سود او د دوزخ څخه ستاسو د خلاصون او جنت ته د ننوتلو کلید دي.

نو په هغه تمسک وکړئ او د هغه ساتنه وکړئ او هیچا ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو په عقیده کې لاسوهنه وکړي او تاسو د هغه څخه محروم کړي.

د خپل عقيدې په اړه محتاط وؤسئ، اجازه مه ورکوئ چې څوک په هغه کې لاسوهنه وکړي او تاسو ته کفر او بدعت انتقال کړي، او په هغه څه کې چې علم نه لرئ مه دننه کیږئ.

خپل واجبات په پوره اندازه ادا کړئ او په هغه کې اطاعت او اختیاري سنتونه اضافه کړئ.

له کبیره ګناهونو څخه مخکې له صغیره ګناهونو ځان وساتئ، او که ستاسو څخه ګناه  وشو، په توبه او نیک عمل سره خپل گناه تعقیب کړئ.

خپل ارزښتناکه لاسته راوړنې وساتئ او مه ضایع کوئ.

اوس هرڅوک خندا او لوبې کوي، او د خلکو ترټولو لوی اندیښنه دنیوي لاسته راوړنې دي، ځکه چې د دوی ذهنونه محدود او د هغوی د لید افق ستاسو د تصور په پرتله تنګ دي.

دین حقیقي سود دي، او د مرګ څخه وروسته مرحله، به ترازو وګرځوي او لوړ ټیټ ته واړوي، او د نړۍ حقیر لوړ کړي او عزیز کسان به ذلیل کړي.

دا خبره ښه درک کړئ او د هغه په اساس ژوند وکړئ، موږ دلته ډېر وخت لپاره نه پاته کیږو.

#الطریق_إلی_الله

ژباړه || أقرا
🌻 @islam_iqra
https://hottg.com/islam_iqra
-
زيِّنوا لَيْلَة الجُمعَة بالصَّلَاةِ عَلَىٰ النَّبِيِّ ﷺ🤍..
-
هغه اُمَت چې په چټکۍ سره له درد او کړاو سره عادت شي او يا يې هير کړي، تر اوسه داسي مرحلې ته نه دي رسېدلي چې په الهي نصر کې شامل شي.

په غزه کې هر مسلمان چې په شهادت رسيږي نو باید يو نوى درد او کړاو په وجود کې رامنځته کړي او بايد په وجود کې د غچ اخستنې حس ډیر کړي او اسلامي اُمَت د نصر او تمکین لپاره کار ته وهڅوي.

غزه مه هېروئ که څه هم یوازي د دعا سره وي...

ژباړه || أقره
🌻 @islam_iqra
اذکُرونِي بِدُعَائِکُم

ما په خپلو دعاګانو کي یاد ساتئ. (هیله کوم)
‌‎﴿إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ ۚ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا﴾
📍د اسلام د دښمنانو ستره موخه: د مسلمانانو د وحدت له منځه وړل!

کشیش سایمن وایی: «اسلامی وحدت د اسلامی امت هیلې سره یو ځای کوي، او د اروپا له تسلط څخه د هغوی په خلاصون کی مرسته کوي، او بشارت(موعظه) د دغه غورځنګ د اغزی په ماتولو کی یو مهم عامل دي، نو له همدې امله باید د موعظه له لارې د مسلمانانو تمایل له اسلامی وحدت څخه واړوو.⑴

لارنس براون وايي: که مسلمانان په یو عربي امپراتورۍ کې سره متحد شي، نو د نړۍ لپاره لعن او خطر کېدای شي او یا هم د هغې لپاره نعمت کیدای شي، خو که متفرق پاتې شي، نو بې وزن او بې اغېزه به وي.

هغه د خپل خبرو په ادامه کې وایي: "عرب او مسلمانان باید جلا(متفرق) پاتې شي، ترڅو له واک او نفوذ پرته پاتې شي.⑵

آرنولد تاینبي وايي: "اسلامي وحدت ویده دي، خو موږ باید دا په پام کې ونیسو چې ویده ویښ کېدای شي."⑶

گابریل هانوتو، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هغه وخت کې چې کله فرانسه پر تونس باندې له سیاسي واک څخه د مذهبي واک د جلا کولو موضوع وضع کړه، خوشحاله شو چې له اسلامي اُمت سره د تونس قوي اړیکې پرې شوي، او له مکه او پخواني اسلام سره یې اړیکې منحل شوي دي.⑷

په 1907 میلادي کال، په اروپا کې یو لوی کنفرانس جوړ شو چې د اروپا د مفکرانو او سیاستوالو ترټولو مهم او لوړ پوړی غړی په کې شامل وؤ، او مشري یې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر سره وؤ، هغه په افتتاحیه وینا کې وویل: "اروپایي تمدن د انحلال او ورکیدو له ګواښ سره مخ دي، او زموږ دنده دا دي چې دا موضوع وڅیړو." "موږ د خپل تمدن د سقوط د مخنیوي لپاره د یوې اغیزمنې لارې په لټه کې یو."

کنفرانس یوه میاشت د مطالعې او بحث سره دوام وکړ.
د کنفرانس ګډونوال هغه بهرني خطرونه وڅېړل چې د غرب د زوال پر مخ تمدن له منځه وړلاى شي، او دا يې وموندله چې مسلمانان د اروپا لپاره تر ټولو ستر ګواښ دى.

د کنفرانس ګډونوالو پریکړه وکړه چې یو داسي پلان جوړ کړي چې د منځني ختیځ د هیوادونو تر منځ د هر ډول اتحاد یا تړون د مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي، ځکه چې د منځني ختیځ د مسلمانانو اتحاد د اروپا د راتلونکي لپاره یوازینی خطر دي.

په پای کې ،پریکړه وکړه چې یو غربی نشنلزم جور کړي چې د سویز کانال په ختیځ کې د عرب او مسلمانانو سره دښمني وکړي ، ترڅو اعراب وویشل شي. په دې توګه بريتانيا له نړيوال صهيونيزم سره د همکارۍ او اتحاد بنسټ کېښود، چې په فلسطين کې د يهودي دولت د جوړېدو غوښتنه کوله.⑸

په یو سند کې چې د لندن د اسنادو په عمومي مرکز کې د (371/5595) شمیرې لاندې ساتل کیږي، د بریتانیا استعمار سکرتر "أورمسي گو" خپل لومړي وزیر ته په راپور کې ویلي: "جګړې موږ ته دا درس راکړ چې اسلامي یووالی ترټولو لوی خطر دي چې امپراتورۍ باید په دې اړه محتاط او مبارزه وکړي!

دا یوازې انګلستان نه دی چې په دې برخه کې ژمن دی، بلکې فرانسه هم ژمن دي: دا زموږ د خوشحالې سبب دي چې اسلامي خلافت له منځه تللی او ورک شوي دي، او موږ هیله لرو چې دا به بیرته نه راګرځيدونکې وي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزیر چارلس کلارک په 6/10/2005 کې د هریتیج په انسټیټیوټ کې وویل: "د خلافت د بیا رغونې په اړه هیڅ ډول خبرې اترې نشي کیدی، او د اسلامي شریعت د پلي کولو په اړه د بحث لپاره هیڅ ځای نشته."

لکه څنګه چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر ډونالډ رمسفیلډ اعلان وکړ، چې د سایکس پیکو هیوادونه معتدل مسلمانان دي، پدې معنی چې دوی د امریکایې اسلام استازیتوب کوي.
هغه زیاته کړه: "هغوی غواړي چې معتدل اسلامي رژیمونه نسکور او بې ثباته کړي او خلافت تاسیس کړي."

⑴ كيف هُدمت الخـ.ـلافة (صـ١٩٠).
⑵ جذور البلاء (صـ٢٠٢).
⑶ الإسلام والغرب والمستقبل (صـ٥٢)
⑷ هانوتو (صـ٢١).
⑸ المؤامرة ومعركة المصير (صـ٢٥).

ژباړه| أقرا
🌻 @islam_iqra

https://hottg.com/islam_iqra
يَا عبدَ الرَّحمَن! إنَّنِي أَستطيعُ أَن أتحمَّل كلَّ آلاميَ الشخصيَّة وَلكِنَّ آلامَ الأمَّة الإسلاميَّة سحقتنِي. يَا عبدَ الرَّحمَن! إنَّنِي أشعرُ بأنَّ الطَّعناتِ الَّتي وُجِّهَت إلىٰ العَالَم الإسلَامِي قَد وُجِّهت إلىٰ قَلبِي أنَا أولاً.

- فريد الأنصاريُّ.

اې عبدالرحمن! زه خپل ټول شخصي دردونه زغملای شم، خو د اسلامي اُمَت دردونه ما ځورولی دي.
ای عبدالرحمن! زه احساس کوم هغه ګوزارونه چې پر اسلامي نړۍ وهل شوي دي، لومړی زما زړه ته وهل شوي دي.
🌻 @islam_iqra
HTML Embed Code:
2024/05/05 08:12:59
Back to Top